د مالیې وزارت وايي؛ د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست چې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت په چوکاټ کې د اقتصادي، مالي او د پراختیايي پروژو د لومړیتوب ورکونې د اقتصادي تحلیل د ارزوني او زېربنایي پروژو د شریکولو په برخو کې فعالیت کوي، په (۱۴۰۲هـ.ش) کالی کې یې د ۳۹۵ ترلاسه شویو پروژ له ډلي ۱۲۰ اغېزمني او اقتصادي پروژې له ارزونې وروسته له مالي او اقتصادي تحلیل سره سمي په لومړیتوب کې راوستې دي.
په دغو ۱۲۰ پروژو کې یو پړاویزي پروژې؛ لکه: (ښوونځی، کلینیک، اداري ودانۍ…) او درې پړاویزي پروژې؛ لکه: (د برېښنا بندونه، چک ډېمونه، د سړکونو کریړ اچونه، د رېل پټلۍ…) شاملي دي، چي د اغېزمنو پروژو په توګه په نښه او د (۱۴۰۳هـ.ل) کال په پراختیايي بودیجه کې د شاملولو په موخه د بودیجې ریاست ته لیږدول شوي دي، چې دغه ریاست د مالي ظرفیت او امکاناتو په پام کې نیولو سره د (۱۴۰۳) مالي کال له پاره (۷۰) پروژې د ملي بودیجې په سند کې شاملي کړي دي.
سربېره پر دې د عامه پانګونې او زېربناوو لوی ریاست د ترلاسه شویو پروژو له ډلي څخه ۸۰ پروژې، چي ودانیزي پروژې؛ لکه: د بودیجوي واحدونو اداري ودانۍ په ځنډېدلي حالت کې پروژې، ۱۷۳ پروژې د راتلونکې کال له پاره د بیا کتنې وړ پروژو په توګه او ۲۲ پروژې یې د اقتصادي ماهیت د نشتوالي له امله رد کړې دي.
د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست د زېربناوو د مشارکت په برخه کې، د زېربنا سکټور له ادارو څخه ۸۸۹ پروژې د شریکولو په موخه ترلاسه او له تحلیل او ارزونې وروسته یې ۴۷ پروژې د همسیرو (هم لورو) پروژو په توګه په نښه او له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي.
دغه ریاست د يادو پروژو له ډلي څخه د سړک جوړولو پینځه پروژې، چې ٢٨٢ کېلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو وزارت پورې اړوندې دي، د نوري فايبر شبکې سره یې شريکې کړي دي، چي د پلي کېدو په حال کې دي او د یادو پینځو پروژو د شریکولو له امله سپما شوې پیسې ۱.۱۵۶میلیارده افغانیو ته رسېږي او د کابل ښاروالۍ د ۴۲ پروژو پلي کولو کار، چې د نوري فایبر، اوبو رسولو او برېښنا پروژو سره هم لوري رواني دي؛ تر څو په ښه توګه پلي شي.

