ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسرائيلي يرغلګرو تازه خبرداری؛ د غزې ښار سلګونه زره اوسېدونکي د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي

اسراییلي عسکرو پرون چهار شنبه د (چنګاښ ۲۰مه) د غزې ښار په بېلابېلو برخو کې خبرپاڼې غورځولې او له د دې ښار له اوسېدونکو یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې سمیه پرېږدي.

د صهیونیستي رژیم په اعلامیه کې یاد ښار خطرناکه جنګي سیمه یاده شوې او د پراخه پوځي عملیاتو د پيل خبرداری ورکړل شوی دی.

غزه ښار د غزې تړانګې په سویل کې تر ټولو ستر ښار دی او د راپورونو پر اساس اسرائيلي رژیم، چې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې له دې ښاره وتلي وو، بیا غواړي په دې ستر ښار برید وکړي.

د غزې ښار ځینې اوسېدونکي وايي، چې په هېڅ حالت کې خپل کورونه او ښار نه پرېږدي او ځینې نور یې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له دې وړاندې هم صهیونیستي رژیم د درج، توفح او زوړ ښار د څېرمه سیمو اوسېدونکو ته د خپلو ځایونو د پرېښودلو او خالي کولو امر کړی و.

د راپورونو پر اساس د غزې له ښاره تښتېدونکي وګړي وايي، چې خلک له ښاره د وتلو پر مهال په ډزو ویشتل شوي او شهیدان شوي دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسال وايي، د غزې ښار کوڅې په مړیو ډکې دي او د تل الحوا په ګاونډ کې ۳۰ فلسطنینان د اسرائیلي عسکرو په برید کې شهیدان شوي دي.