ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسپانیې لومړي وزير لويديځ د اوکراین او غزې په جګړه کې په دوه ګوني چلند تورن کړی

د اسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز لویدیځ د اوکراین او غزې په جګړو کې په دوه‌ګوني چلند تورن کړی.

ښاغلي سانچز دغه نېوکه تېره ورځ د امریکا په پلازمينې واشنګټن کې کړی ده.

د اسپانیا لومړي وزیر سانچز ویلي: “که چیرې خپلو خلکو ته وایو، چې له اوکراین څخه د نړیوالو قوانینو له مخې ملاتړ کوو؛ دغه کار باید د غزې د خلکو په حق هم ترسره کړو.”

ښاغلي سانچز له نړیوالو غوښتي، چې پر اسرائیلو دې فشار راوړي، تر څو پر فلسطینیانو روان ظلم ته د پای ټکی کیږدي او د یو خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په موخه باید د سولې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

دا څرګندنې داسې مهال کېږي، چې ناټو د خپلې کړې وعدې له مخې تېره ورځ اوکراین ته د F-16 جنګي الوتکو ورکړه پیل کړه.