د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې شوي.
د بهرنیو چارو وزیر ويلي؛ افغان لوری به هڅه وکړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسلې اوارې او عملاً به یې کار پیل شي.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد بشپړ کړي، څو د کار د پیل زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا؛ د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته خبر ورکړي.

