د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا او مل پلاوي یې د هېواد له مداسو او ښوونځیو څخه د لیدنو په ترڅ کې، نن د کابل ښار اماني عالي لېسې له مسولینو او منسوبینو سره لیدنه کړې.
مولوي حبیب الله اغا د اماني عالي لېسې له تدریسي او اداري پرسونل او زده کوونکو سره په لیدنه کې د دیني او عصري علومو د زده کړې اهمیت په اړه ویلي؛ د انسان بدن دوه ډوله غذاوو ته اړتیا لري، چې یو یې خواړه او بل یې روحي غذا (علم) دی.
نوموړي زیاته کړې؛ بې له شکه چې د علم زده کړه به تاسو په ځان بسیا او خپلواک کړي، ځکه چې د خپلواکۍ یوه ورځ ژوند د غلامۍ تر زرو ورځو غوره دی.
د پوهنې وزیر د یادې لیسې زده کوونکو ته ویلي؛ پر تاسو ته لازمه ده، چې علم زده کړئ، ترڅو د خپل هېواد او ملت خدمت وکړئ او د هغو له فیض څحه خلکو ته خیر ورسوئ.
همدارنګه نوموړي د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو اسانتياوو د برابرولو د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي؛ له مسئولينو او استادانو يې غوښتي، چې ځوانان په اسلامي روحیه او هېواد ته د خدمت کولو په ذهنیت سره وروزي.
د يادې لېسې امر د هېواد بجیانو ښوونې او روزنې په برخه کې، د پوهنې وزارت له مشرتابه په ځانګړې توګه د یاد وزارت د پاملرنې له امله مننه کړې.
د پوهنې وزیر د یادې لېسې د زده کوونکو له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه هم لیدنه کړې.

