د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت اړوند د یو شمیر رییسانو په ملتیا میدان وردګو ولایت ته سفر کړی او د شپې ناوخته يې د سيد اباد ولسوالۍ اړوند د شيخ اباد په سيمه کې د پروژې د کار له جریان څخه لیدنه کړې.
نوموړي د میدان وردګو ولایت د شیخ اباد پُل په ساحه کې تخنيکي او کاري ټیم ته لارښوونه کړې، دا چې خلک او مسافرين پر بديله لاره د ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو په همدې اساس باید تخنيکي او کاري ټيم هڅه وکړي، چې د ټولګټو وزارت د خبرتيا له مخې دا برخه په دوو کاري ورځو کې بشپړه کړي.
د دې ترڅنګ د ټولګټو وزیر د کابل-کندهار لويې لارې د کابل-غزني برخو څخه هم ليدنه کړې او تخنیکي او کاري ټیمونو ته يې لازمې لارښوونې کړي، ترڅو د دې برخې د بیارغونې چارې په چټکۍ او پر وخت بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، د کابل-کندهار لويه لاره د چټکي بيارغونې او بشپړېدو په موخه ګڼو ساختماني شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې ده.

