د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رییس مولوي غلام حيدر شهامت سره لیدنه کړې او د یادو ادارو د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې کړي دي.
د لوړو زده کړو وزیر له تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې او نورو امارتي ادارو سره د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې کړي او ويلي يي دي، چې د امارت د ټولو ادارو موخه د افغانستان پرمختګ او ترقي ده او د لوړو زده کړو وزارت په هره برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ریيس د انجنيرۍ، څېړنې، د تضمین کیفیت، اسلامي ثقافت، د استادانو د تحصیلي ودې، کاري ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت همکاري اړینه بللې.
نوموړي ویلي؛ لوړو زده کړو وزارت د خپلو پوهه علمي کادرونو او بهتره امکاناتو په لرلو سره په يادو برخو کې له دغې ادارې سره ښه همکاري کولى شي.
شیخ ندا محمد ندیم دهغوی د غوښتنو له اورېدو وروسته ویلي، چې یاد وزارت په دې او دې ته ورته نورو برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه دې د هوکړه لیک پر مسودې کار وکړي او په واضح ډول دې په ډاګه کړي، چې دواړه خواوې باید څه ډول همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت له ګڼو امارتي بنسټونو او ادارو سره د ګډو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي، چې د پام وړ پایلې یې لرلي دي.

