ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې ۱۵۵ بېلا بېلې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې ریاست په همغږۍ د افغانستان ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د یونپس په مالي ملاتړ د سي ډي ډي هو موسسې له لورې په ارګون او یوسف خیل ولسوالیو کي ۲۲۲،۲۵ میلیونو افغانیو په ازرښت بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټي اخېستنې ته وسپارل شوې .

په یادو پروژو کي لوي لارې، پلونه، پلچکونه، کانالونه، کارېزونه، ویالي پاکول، حوضونه، اوبو د ذخیره کولو سیستمونه او ګڼ شمیر نور کارونه بشپړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د کلیوبیا رغونې او پراختیا ریيس مولوي خان محمد احمد، د یاد موسسي استازو، یو شمیر ادارو مسولېنو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې ګتې اخېستنې ته وسپارل شوې .

د پکتیکا مرستیال والي ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د بیارغونې کارونه په چټکې سره روان دي او ټولې د بیارغونې چارې په پوره شفاف ډول سره روانې دي .

د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له لوري به یي وخت پر وخت له دغو پروژو نه څارنه او نظارت کېدلو او د ویاړ ځای دی، چې یادې پروژې د خلکو په خوښه او په ښه کیفیت پلې کړې.

د سېمي خلک د یادو پروژو په پلې کولو سره خوشالي څرګندوې او وایي، په دغو پروژو کې د کورنیو او کاریګرو سره نغدي مرسته کېده او د بل لورې به یې د خلکو په خوښه په کلیو کې د بیارغونې پروژې کارونه روان ول .

د سیمي خلک له اسلامي امارت له مسولېنو او د موسساتو له استازو نه غوښتنه کوي، چې دوي ته ورته نورې پروژې په سېمه کې پلې کړي، ترڅو مو یو خوا په سېمه کې کار شوی وي بل لورته ته به بې روزګاره ځوانانو ته د کارکولو زمېنه برابره وي .

 د یادونې ده، ارګون او یوسف خیل ولسواليو کې په ۱۵۵ بېلابېلو پروژو په ټولیز ډول ۲۲۲،۲۵ میلیونه او او ۲۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلي، چې ۱۷۱ میلیونه ۳۸۰ زره افغانۍ کاریګرو ته د کار په بدیل کې ورکړي او پاتې یې د خوراکي توکو د ورکړي ترڅنګ د بیارغونې په برخه لګښت راغلی دی .