د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۵۹ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسولینو فارغانو ته د اطاعت په هکله هر اړخیزه وینا کړې او ویلي يي دي؛ د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو.
د غوندې ویناوالو همداراز زیاته کړې؛ د شخصي ګټو او غوښتنو پر وړاندې باید شریعت او د اسلامي نظام اصولو ته لومړیتوب ورکړو، ځکه دا نظام د الله ج امانت او ستره ازموینه ده چې مونږ او تاسو ته راسپارل شوی ده.
ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی، دغه مراسم فارغانو ته د مسولینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

