د پکتیکا پوهنې ریاست تر چتر لاندې له یونسیف سره په ګډه د جاپان هېواد په مالي ملاتړ یاد ولایت په زیړوک، ګیان، سروبي، ګومل، برمل، وړممۍ او تروې ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت اووه بابه ښوونځیو ته عصري ودانۍ جوړیږي، چې د احاطې په شمول شپږ ټولګي، یوه اداري خونه، پینځه تشنابونه، سولر سیستم او معیوبو زده کوونکو لپاره یو ځانګړی تشناب هم لري.
د پرانیستې په مراسمو کې یې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د اطلاعاتو او کلتور ریيس ملا محمد امین حذیفه، د پوهنې ریيس مولوي عبدالوکیل خالد، د زېړوک ولسوالۍ مسولېنو، قومي مشرانو، ځوانانو، د یاد موسسي استازو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخېستي وه .
د پکتیکا مرستیال والي له خلکو غوښتنه کړې، چې خپل زامن ښوونځیو ته ولیږي، ترڅو راتلونکی یې روښانه او د دې هېواد لپاره په بېلابېلو برخو کې د خدمت جوګه وګرځي.
د پرانیستې پدې مراسمو کې د پوهنې رییس ویلي، سږ کال به دې ولایت کې د ښوونځیو او مدارسو لپاره زرګونه ښوونکي په دندو ګمارلو ترڅنګ په نږدې ورځو کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې د محلي صنفونو پرانېسته هم وکړو.
ځايي اوسیدونکي وايي، ماشومان یې تر شنه اسمان لاندې په سره لمر کې زده کړې کوي، خو اوس خوښ دي او د اسلامي امارت له مسولینو او نړېوالو موسساتو مننه کوي، چې ماشومانو ته یې په علمي برخه کې د تدریس مناسب چاپېریال برابرېدو هڅه پیل کړې.
د پکتیکا لرو پرتو ولسوالیو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نلري، خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو زده کوونکو ته مناسبه سرپناه برابره کړي.

