ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فرانسې پارلماني ټاکنې؛ د کیڼ اړخو له بریا وروسته لومړی وزیر استعفا کوي

د فرانسې د پارلماني ټاکنو دویم پړاو وروستیو پایلو له اعلان او د کیڼ‌اړخي ګوند له بریا وروسته د دې هېواد لومړي وزیر او د ایمانوېل مکرون په مشرۍ د منځلاري ګوند غړي ګابریل اتل اعلان کړی، چې ډېر ژر به له خپلې دندې استعفا وکړي.

د راپورونو له مخې د فرانسې کیڼ‌اړخي ګوند د ۱۸۲ څوکیو په ګټلو د دغو ټاکنو بریا خپله کړې او د ایمانوېل مکرون په مشرۍ منځلاري ګوند د ۱۶۸ څوکيو په ګټلو دویم او ښي‌اړخي ګوند د ۱۳۸ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

دا ټاکنې په فرانسه کې تر ټولې مهمې ټاکنې ګڼل شوې او په وروستیو ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې په لوړه کچه خلکو ګډون پکې کړی.

د یاد هېواد د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې شوې، د ښي اړخو ملي ټولنې ګوند تر ۳۳ سلنې ډېرې رایې ګټلې وې.