ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې د وطني وریجو بازار ښه شوی

کندوز هغه کرنیز ولایت دی، چې د هېواد بازار ته د نورو غله‌جاتو او وچوو میوو ترڅنګ تر ډیره بریده وریجې هم وړاندې کوي.

د‌ دغه ولايت د وريجو يو شمېر هټيوال د وطني وريجو په اړه وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال وطني وریجو پیرولو ته د خلکو لیوالتیا ډېره شوې او د دوی کاروبار د پام وړ وده او پرمختګ کړی دی.

د کندوز کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ رياست مسولين په دې ولايت کې د کرنې ميکانيزه کېدو د هڅو خبر ورکوي او زياتوې، چې د بازار موندنې په برخه کې یې لازم ګامونه پورته کړې دي.

په یاد ولايت کې سوداګر په داسې حال کې د وطني وريجو د بازار ښه والي خبر ورکوي؛ چې د هېواد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري دغه ولايت ته د سفر پر مهال د کرنې ميکانيزه کولو او د کروندګرو لاسنیوي خبره کړې وه.