ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جوزجان یتیم تاق سیمې نفتي څاګانو د کیندنې قرارداد لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ۱۶/۰۴/۱۴۰۳ نېټې په داسې حال کې، چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي، رییسانو، د کانونو د استنې د شرکتونو استازو او رسنیو په شتون کې د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو کیندلو تړون د ۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.

 په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو کانونو په اړه ویلي، خوښ یم چې نن د ګازو د دوو څاګانو تړون د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له ترکي شرکت سره لاسلیک کوم.

نوموړي زیاته کړې؛ د داوطلبو شرکتونو د پروپوزلونو له ارزونې وروسته دسفیر سونداج شرکت، چې ښه تخنیکي او مالي وړتیا لري د ۷.۵ میلیون ډالر په قیمت سره ګټوونکی اعلان شو.

یاد شرکت به د یو زر او ۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د یو کال په اوږدو کې د کیندنې چارې بشپړې کړې.

د یادو څاګانو تر کیندنې وروسته به هره ورځ ۳۰۰ زره متر مکعب ګاز ایستل کیږي، چې ورځني عواید یې ۶۰ زره امریکایي ډالره کیږي او د یادو ګازو څخه به د برېښنا د تولید په برخه کې هم کار واخیستل شي.

 شیخ شهاب الدین دلاور همدا راز یادونه کړې، چې ډېر ژر به د هېواد د نورو ګاز لرونکو څاګانو د کیندنې تړونونه لاسلیک شي.

نوموړي دغه راز د طوطي میدان د ګازو د سیمو په اړه ویلي، بهرنۍ کمپنۍ غواړي چې په یاده سیمه کې يو ميليارد ډالره پانګونه وکړي او زموږ هېواد به ډېر ژر د نفتو او ګازو د صادرونکو هېوادونو په کتار کې شامل شي.

همدا راز یې د هرات ولایت د ۲۳ زره کیلومټره مربع نفتي سیمې چې په درې زونونو او ۱۱ بلاکونو باندې وېشل شوې ده خبرې کړي.

په پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي؛ د دغو څاګانو په کیندلو سره به د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره شي او ایستل شوی ګاز به د کورونو، اصنافو، د برېښنا د تولید، CNG او ښیښې جوړولو کارخونې او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره وکارول شي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره اداره کې د ۸.۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې څاه د کيندلو تړون کېده، خو اوس مهال د ښه مديريت او په چارو کې د روڼتيا له امله په ټولیزه توګه د ۷.۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو څاګانو تړون لاسلیک شو.