د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي د نړیوالې همکارۍ لپاره چین کې د ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې چې د بېلا بېلو هېوادونو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود د چاپېریال ساتني له ننګونو سره د ګډې مبارزې لپاره د مناسبو حل لارو موندلو، له طبیعت سره تعامل او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ پراختیایي او اقتصادی همکاریو د تینګښت او پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون له امله د اقتصاد او ټولنیز مصؤنیت سکټور د زیانمنېدو، د چاپیریال ساتنی له ګواښونو سره د مبارزې او د اقلیم د بحران پر مدیریت، د بهرنیو پانګوالو راجلبولو لپاره د هېواد د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو پيژندل او په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ودي او پیاوړتیا، په هکله ګډون والو ته وینا وکړه.

