ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۲۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۴/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلا بېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۹۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۲۸ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۶۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۵۱۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې ۱۵ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۵۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۱۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، کندهار، کابل او زابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۵۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په تخته پل کمپ کې له ۸۵ کورنیو سره ټولې ۶۷۴۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 ۵۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۷۲۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۳۱ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۷۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې  ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۳۷۴ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۲۲۲ زره مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته  بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري  په اسلام کلا بندر کې له ۹۲ کورنیو سره ۵۹۶ زره افغانۍ مرسته وشوه

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

 د هرات په اسلام کلا کې ۶۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۳۲۲ کورنۍ، یو زر او ۲۲۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۲۵ کورنۍ، ۱۱۶ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۶۷ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۱۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۸۳ عدده