ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزارت: د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیلیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړي.

په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت استازو له لوري د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ترځمکې لاندې اوبو د کیفیت او کمیت په تړاو د ترسره شوو مطالعاتو په اړه وضاحت ورکړی، چې په وینا یې یاده سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه د څښاک لپاره مناسبې او تر ځمکې لاندې له ۳۵ تر ۴۰ مترو پورې اوبه ورکوي.

د یادې کمېټې مشر او د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني، د اوبو او انرژۍ وزارت د مطالعاتو موندنو تر اورېدو وروسته په کمېټه کې شاملو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارلې، چې هر لوری خپل، خپل کارونه ترسره کړي.

په پام کې ده، چې راتلونکې اونۍ به د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي، هوار کاري به ترسره شي او د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره به لومړني اقدامات پیل شي.

ناسته کې شیخ حمدالله نعماني ټینګار کړی، چې عملي اقدامات دې په چټکۍ پیل او په کم وخت کې دې ښارګوټی د ژوند کولو لپاره چمتو شي.