ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت: د اوزبیکستان د ريل پټلۍ ادارې سره د حيرتان-مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون وغځول شو

د ټولګټو وزارت وايي، د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت او اوزبیکستان د ريل پټلۍ ادارې ترمنځ د حيرتان-مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون د شپږ مياشتو لپاره وغځېد.

د ياد مسير قرارداد چې ټاکلې نېټه يې پای ته رسېدلې وه، خو د ځينو سټيشنونو ترميماتي چارې لا پاتې وې، چې په همدې موخه بياځلي وغځول شو.

 د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت د ټولګټو د وزير ملا محمد عيسی ثاني د لارښوونې په اساس، د سرطان په ۱۳مه حيرتان بندر ته سفر وکړ.

 نوموړي د خپل کاري سفر پرمهال د اوزبیکستان هېواد د ريل پټلۍ ادارې د ریيس په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې پر دوه اړخيزه ريلي همکاريو او يو شمېر نورو مهمو مسايلو خبرې وکړې.

 د اوزبیکستان هېواد راغلي پلاوي ډاډ ورکړ، چې د حيرتان-مزارشريف په مسير کې د نايب اباد سټيشن چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې په دې سره به ريلي انتقالات او سوداګريز توکي د مزار شريف تر ښار پورې ورسيږي.

 اوزبیکستاني پلاوي ژمنه وکړه، چې هېواد يې چمتو دی، چې د ريل پټلۍ د تخنيکي او مسلکي ظرفيت لوړولو او روزنې په موخه د اوسپنيزې کرښې معينيت اړوند کارمندانو ته نوي بورسونه ورکړي، ترڅو له دې لارې دوی ښه مسلکي شي.

 همداراز ياد پلاوي وويل په پام کې لري، چې د اوزبیکستان او عربي متحده اماراتو ګډ تخنيکي ټيمونه په نږدې راتلونکې کې د افغان-ټرانس ريلي پروژې د لومړنۍ تخنيکي سروې چارې پيل کړي.

 د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال دا د اوزبیکستان او افغانستان يو مهم او اغېزمن ريلي همکار وباله او ويې ويل، چې افغان-ټرانس ريلي پروژه چې يوه سيمه ييزه اتصالي پروژه ده، د افغانستان اسلامي امارت او ټولګټو وزارت ته په لوړه کچه لومړيتوب لري.

په دې لیدنه کې دواړه لوريو افغانستان د ريل پټلۍ له لارې د منځنۍ او جنوبي اسيا سره په نښلولو هم ټينګار وکړ.