د نړیوالې همکارۍ لپاره د چین په شيژانګ کې د ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې د ګډون په هدف د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په مشري پلاوى او په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د تبت (شې ژانګ) اړوند د غونډې جوړېدونکې سیمې (نیانګچي) ته ورسېدل.
د اسلامې امارت د پلاوي په ترکیب کې د چاپیریال ساتنې ادارې رییس حافظ عزیز الرحمان صاحب او د د بهرنیو چارو وزارت دوه تنه غړي هم شامل دي.
غونډه به سبا پنجشنبه د ٢٠٢٤ جولای پر څلورمه پيليږي او پکې د چین لوړ رتبه چارواکي او د ګڼ شمېر هېوادونو وزیران او بېلا بېلو ادارو مسولین ګډون کوي.

