ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزیر د پکتیا ښوونیزو وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د هېواد د ولایتونو د ښوونیز او روزنیز وضعیت د ارزونې په موخه، نن له خپل یو پلاوي سره پکتیا ولایت ته ورسېد.

 په پیل کې د پوهنې وزیر د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له مشرتابه او کارکوونکو سره یې لیدنه وکړه.

د یاد ولایت پوهنې رییس د پوهنې وزارت د سرپرست له ورتګ څخه د هرکلي ترڅنګ، د دغه ریاست د کارونو او کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزیر، د پوهنې ریاست مسولین او کارکوونکي خپلو بنسټیزو مسولیتونو ته متوجه کړل.

 په ورته مهال د پوهنې وزارت پلاوی، په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست مسولینو یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د ببرک خان ځدراڼ عالي لېسې او مرکزي دارالاېتام په ګډون له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته یې د پوهنیزو اسانتیاوو په اړه، چې د هېواد بچیانو د علمي وړتیاوو لوړولو په موخه د پوهنې وزارت لخوا چمتو شوې دي، معلومات ورکړل.

 ورپسې د پوهنې وزیر د یاد ولایت  له والي مولوي مهرالله حماد او د علماوو شورا له رییس شیخ مولوي صالح محمد فقیر سره یې لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت د پیاوړتیا او لاښه والي په تړاو هر اړخیز بحثونه ترسره شول.

دغه راز د یاد ولایت رهبرۍ او د علماوو شورا، د پوهنې وزارت د پلانونو د ملاتړ سربېره، د پوهنې وزیر ته د دغه وزارت د پلانونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د یاد سفر د اجنډا له مخې، نوموړي د یاد ولایت له مشرانو او اهل تشیه علماوو سره هم وکتل.

 يادو علماوو هم د پوهنې وزارت کړنې ستایلي او د هېواد له تعليمي پلانونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.