د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو له مرستیال مولوي عبدالله حسیني مختار او د دفاع وزارت د استخباراتو د کشف رییس مولوي اعلی محمد معتصم سره لیدنه کړې.
دواړو لورو د سرتاسري امنیت، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د مناسبو زمینو برابرولو، د غیرقانوني ایستنې مخنیوی او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال د کانونو د مدیریت، د هېواد په بیارغونه او اقتصادي پراختیا په برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه هڅې ستایلې دي.
پای کې د کانونو او پټرولیم وزیر د لا ډېرو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

