ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په دوحه۳ غونډه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې

د افغانستان په اړه دوحه کې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه پای ته ورسېده.

په ټوله کې د دوحه۳ غونډه د افغانستان اسلامي امارت لپاره خورا ګټوره، مثبته او بریالۍ وه، افغان لوري لپاره لومړی لاسته راوړنه دا وه، چې دغونډې د بحث موضوعات د افغان حکومت له خوا وټاکل شول؛ مثلاً د بندیزونو لیرې کول، د نشه یي توکو له منځه وړل او د بزګرانو لپاره بدیل روزګار او د افغانستان خصوصي سکتور ته وده او پر وړاندې یې د ستونزو ختمول وو.

دویمه لویه لاسته راوړنه؛ د لومړي ځل لپاره پکې داسې افغان پلاوي ګډون وکړ، چې د هېواد پر لوېشت لوېشت واکمن نظام له خوا ور پیژندل شوي و او هلته یې خپل واضح دریځ او د ټول افغان ولس رښتینی غږ تر نړیوالو ورسوو.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او دوحې ناسته کې د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح‌الله مجاهد نړیوالو ته د افغانانو اصلي او رښتینې غوښتنې په خورا څرګندو او قاطعو ټکو بیان کړې.

درېیمه لاسته راوړنه؛ د غونډې اکثریت بلکې ټولو برخوالو او د بېلا بېلو هېوادو استازو د افغانانو د هیلو او غوښتنو ښکاره ننګه او ډیریو یې په دې لړ کې د مرستې ژمنه هم وکړه.

د یادو استازو له دې ډول مثبتو څرګندونو په ډاګه معلومیږي، چې نړیوالو بالآخره افغانستان کې شته واقعیتونه درک او د تعامل روحیه پکې را ژوندۍ شوه.

نړیوال موږ سره تعامل ته چمتو دي، نو افغان ولس دې د نړیوالو زورواکو له بندیزونو خلاص او د خپل هېواد ودانولو ته پرېښودل شي. ځکه روښانه ده، چې شته بندیزونو زموږ پر ټول ملت خورا ناوړه اغېزې لرلې دي.

لنډه دا، چې د دوحه۳ غونډه کې تر ډېره حده د افغانانو حیثیت اعاده، وحدت یې ثابت او نړیوالو ته یې له یوه ادرسه، یوه دریځه او یوې خولې خپل رسا او رښتینی غږ ورساوو، چې د اوس لپاره دغه هم د ټول افغان ملت لپاره ډېره لویه لاسته راوړنه ده.