د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رياست کې جوړه شوې وه غونډه کې، چې د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، د برېښنا شرکت د پروګرامونو رییس ډاکټر عبدالقاهر عابد، د اراضۍ لوی رياست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طيب، د تصفيې رياست د تصفيې او تثبيت حق مالکيت امر عبدالرب صمدي، د کدستر رياست د تخنيکي کنترول امر احمد فواد ميران، د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې مسول نورالله حنيف او د دغو رياستونو د اجرایيه څانګې مدیرانو ګدون درلود، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د خلکو د جایدادونو د استملاک په اړه خبرې شوي.
په پيل کې د برېښنا شرکت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې مسول د دغه پروژې او د الوان دښتې ۵۰۰ کيلواټه او ۲۲۰ کيلواټه پروژې د خلکو د جایدادونو د استملاک په برخه کې د اراضۍ لوی رياست د بېلا بېلو څانګو له مسولینو سره د اجرااتو او د شته ستونزو په اړه خپل نظر شریک کړی.
ورپسې د اراضۍ لوی رياست د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس د يادو پروژو د استملاکي کارونو او په دې اړه د اجرااتو او په ولایتونو کې د کارونو په څرنګوالي خبرې کړي.
همدارنګه د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې رییس هم د يادو پروژو د استملاک په برخه کې د کارونو په اړه، چې په کوم ولايت کې څومره پرمختګ کړی هم خبرې کړي.
په پای کې د اراضۍ لوی رياست او د برېښنا شرکت مسولینو پرېکړه کړې، چې د دواړو څانګو څخه يو ګډ پلاوی دې هغو ولایتونو ته واستول شي چې کارونه يې تر اوسه ندي بشپړ شوي تر څو موضوع له نږدې وګوري او ستونزو ته يې په خپل وخت رسېدنه وشي.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت پر بیا واکمنۍ سره په هېواد کې ګڼې لویې او کوچنۍ پروژې پر کار اچول شوي دي.
د یادو پروژو څخه یوه مهمه او ملي د کاسا۱۰۰۰ ستره پروژه ده، چې په بشپړوالي سره به یې هر کال شاوخوا ۴۰- ۴۵ میلیون ډالر عواید افغانستان ته راځي.
د مسولینو په وینا؛ کاسا۱۰۰۰ د برېښنا او انرژۍ د لېږد یوه لویه پروژه ده چې په پلي کېدو سره به یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدوي.
دا پروژه له منځنۍ اسیا څخه پیل، د شېرخان بندر له لارې به له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار تېرېږي او پر تورخم به پښتونخوا ته اړول کېږي.

