د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر په مشري د سیاسي کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د اوبو او برېښنا وزیر ملا عبداللطيف منصور هم حضور درلود د نورو اړینو سیاسي موضوعاتو تر څنګ د ایران اسلامي جمهوریت د حقابې پر موضوع هم مفصلی خبرې شوې او د موضوع ټول اړخونه په تفصیل او دقت سره څېړل شوي دي.
دغه راز د حقوقي اړخونو په نظر کې نیولو سره د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ هجري لمريز کال پر شوي تړون ټینګار شوی او د را پورته شوي کړکیچ د حل لپاره یې د یاد تړون رعایتول غوره حل لاره ګڼلې ده.
د سیاسي کمیسیون غړو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره پر ښو او مثبتو اړیکو تاکید کړی او د ایران له اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکې لرل یې د اسلامي امارت د سیاست برخه بللې ده.

