ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک رییس د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه جیبوټي هېواد ته سفر کړی

د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته سفر کړی، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB)  په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

دا کلنۍ غونډه په جیبوټي هېواد کې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړۍ او دویمه ورځ د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د دې هېواد د مرکزي بانک له لوري جوړېږي، چې په ترڅ کې به یې د بورډ د تېر کال پر کړنو او مالي راپورونو له خبرو وروسته تصویب شي.

همدارنګه د بورډ غړي هېوادونه به د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو خبرې وشي.

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي.

دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې په برخه کې د هغو موسساتو لپاره رامنځته کېږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړیتوب لري.