ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چين کې د اسلامي امارت لوی سفير د “سوله‌ییز ګډ ژوند د پینځو اصولو” کلېزه کې ګډون کړی

چين کې د اسلامي امارت لوی سفير مولوي بلال کريمي د ياد هېواد په پلازمېنه بېجينګ کې د “سوله‌ییز ګډ ژوند د پینځو اصولو” کلېزې په مناسبت جوړه شوې غونډې کې ګډون کړی.

یاده غونډه چې په بېجنګ کې د خلکو په لوی تالار کې جوړه شوې وه د چین ولسمشر شي جېنپېنګ ت څنګ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي، ګڼ شمېر لوړ رتبه چارواکو او د بېلا بېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

د چین ولسمشر دې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره د سوله ایز ګډ ژوند پینځه اصول مهم وګڼل او ټینګار یې کړی چې له خپلو ټولو ګاونډیو او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، د لاسوهنې پرته، د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت لوی سفیر د غونډې په څنډه کې د بېلا بېلو هېوادونو له سفیرانو سره لنډې لیدنې هم کړي او د اسلامي امارت په استازولۍ یې له ټولو سره د مثبتو اړیکو د پرمختګ لیوالتیا څرګنده کړې.