ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس: اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره د همکارۍ او تعامل دایره پراخه شي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمیټ سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي سکاټ سمیت د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې د اجندا او څرنګوالي په اړه معلومات شریک کړي او ویلي یې دي؛ د دوحې راتلونکې ناسته چې د اسلامي امارت استازی به هم پکې برخه اخلي، د ستونزو د حل او تعامل لپاره مثبت ګام دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ناسته به له اوږد واټن وروسته یو ځل بیا د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې مخامخ خبرو او تعامل ته ښه زمینه برابره کړي.

د ښاغلي سمېټ په وینا؛ د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامی امارت ګډون او د افغانستان پر اړوندو مسایلو د ناستې د ګډونوالو هېوادونو او سازمانو لخوا د خبرو پيل لاسته راوړنه ده.

نوموړي له راتلونکې ناستې سره د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون له همکارۍ مننه کړې او یادونه یې کړې، چې د یوناما تمرکز پر اوسني افغان حکومت دی څو د حاکم نظام په توګه ورسره خبرې وشي او د افغانستان مسایل ورسره شریک شي.

د دغې لیدنې پر دوام د یوناما د سیاسي برخې مشر د دوحې ناسته د اسلامي امارت او نړیوالو د مستقیمې اړیکې او لیدنو د دوام غوره فرصت ياد کړی او ویلي یې دي، چې په را روانه ناسته کې به د افغانستان د خصوصي سکټور پر پیاوړې کېدو او د نشه‌یي توکو د کښت پر بدیل مهم بحثونه وشي، څو له افغان ګروندګرو سره مرستې ډېرې شي او د خصوصي سکټور له لارې کاري فرصتونه رامنځته شي.

په پای کې ښاغلي سمېټ د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره ویلي، چې افغانستان له جګړو راوتلی او باید همکاري ورسره وشي.

مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې مشر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له هڅو او همکارۍ په مننې ویلي، چې اسلامي امارت د دوحې د راتلونکې ناستې پاپلې ته هیله مند دی چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل پراخ شي.

ښاغلي ذاکر زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي حالت ته په کتو دې د افغانانو اقتصادي پياوړتیا ته کار وشي او اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره د همکارۍ او تعامل دایره پراخه شي.

نوموړي د یوناما مسوولینو ته ویلي؛ هڅه دې وشي څو د دوحې ناسته د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او مثبتې پایلې ته یې دې لومړیتوب ورکړل شي.

دغه‌راز ټینګار یې کړی، چې یوناما دې په خپلو راپورنو کې د افغانستان حقایق له نړۍ سره شریک کړي او له افغانانو سره یې د یوناما همکاري او کار اغېزمن یاد کړي دي.