ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل ولایت د ارغندۍ سب‌سټېشن د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه د ارغندۍ سب‌ سټېشن د پاتې چارو د پیل پرانیسته وشوه.

 په یادو مراسمو کې چې د کابل په ارغندۍ سیمه کې جوړ شوي وو، د اسلامي امارت مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې ی وشمیر اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.

 د یادونې وړ ده، چې دا سب‌سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برېښنا

د لېږد له پاره جوړېږي، چې لګښت یې اته میلیونه او ۶۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی.

 د پروژې کارونه به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې بشپړ شي، چې د کابل په ګډون به د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا څلور سوه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.

 دغه راز د برېښنا د کمښت ستونزه به تر یوه بریده راکمه او ورسره به د صنعت په برخه کې پرمختګ رامنځته شي.