ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت هېوادوالو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د بېلابېلو ولايتونو قومي مشرانو او د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو له یو شمېر مسولینو، مجاهدینو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مخورو او علماوو د اسلامي امارت له خوا هېواد ته د تېرې ادارې چارواکو ته د راتګ زمینې برابرول ارزښتناک بللي او ویلي يي دي، اوس په هېواد کې ټولو افغانانو ته د سوکاله ژوند کولو زمینه برابره شوې ده.

هغوی زیاته کړې؛ د پردیو په لګښت او اشاره له افغانستانه بهر د غونډو جوړول او د جګړې شعارونه ورکول پایله نه لري، ځکه د افغانستان ولسونه به هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې بیا په هېواد کې د پردیو ګټو په خاطر د جګړې هڅه وکړي.

يادو قومي مشرانو او علمای کرامو غوښتنه کړې، چې ټول افغانان دې خپل هېواد ته راستانه او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې دې ګډه ونډه واخلي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د پرمختګونو سبب د چارواکو او مسولینو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او له حکومت سره د ملت همکاري یاده کړې.

مولوي عبدالکبیر افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړی او ویلي يي دي، د اسلامي امارت دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستې دي او حکومت هڅه کوي چې افغانانو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، اوس د هېواد د ابادۍ او رغونې وخت دی، ټول افغانان دې د هېواد په ابادۍ او د هېوادوالو په هوساينه کې ونډه واخلي.