ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

د دوحې راتلونکې ناسته کې د ګډون په موخه د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د همغږۍ ناسته شوې.

په دې ناسته کې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون کړی و.

 د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم به د اسلامي امارت استازی د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ذبیح‌الله مجاهد په مشري کډون کوي.

په ناسته کې ګډونوالو د دوحې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې کړې دي.