د راپورونو پر اساس د غزې په سویلي برخه کې په الشاطي پنډغالي د اسرائیلو صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه خور او ۱۲ نور فلسطیني وګړي شهیدان شوي.
له دې وړاندې د ښاغلي هنیه درې زامنو (حازم، امیر او محمد) او څلورو لمسیانو یې هم د اشغالګرو اسرائیلو په بریدونو کې ژوند بایللی و.

