د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په څو جلاجلا ناستو کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځينو حکومتي مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې له بېلابېلو ولایاتو راغلو قومي مشرانو او علماوو په خپلو سیمو کې د سیمهییزې حکومتولۍ او پراختیايي چارو په اړه نظرونه او وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.
دوی دغه راز د افغانستان اړوند د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله د اسلامي امارت له دريځ او سیاست څخه په ملاتړ کولو ویلي، چې د افغان حکومت روښانه او واحد نظر د ملي ګټو لپاره ګټور دی.
راغلو علمای کرامو او مخورو له حکومتي ادارو سره د ولس د همکارۍ د پراختیا په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړي.
مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي.
سیاسي مرستیال د باثباته او پرمختللي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د افغان ولس همکاري اړینه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.
همدارنګه سیاسي مرستیال حکومتي مسولینو ته د اداري چارو د ښه ترسره کېدو په موخه اړینې سپارښتنې کړې دي.

