د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د هېوادوالو د ګرځنده ټلیفونونو د ساتنې او خونديتوب په موخه د کورنيو چارو وزارت اړونده انتک رياست یو منظم او پرمختللی برېښنايي سيسټم رامنځته کړی، تر څو د هېوادوالو شخصي ټلیفونونه په بشپړه توګه خوندي شي.
نوموړی زیاتوي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې په دې سيسټم کې د هېوادوالو د تلفونو د ثبت پروسه دوام لري او فورمې هم توزيع شوي دي.
د ښاغلي قانع په وینا؛ د دې لړۍ په ترڅ کې ۷۰۴ غلا شوي ټلیفونونه پيدا او خپلو اصلي مالکينو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې راتلونکي کې به نور هم دا سيسټم د هېواد په ګوټ ګوټ کې عملي کړو.

