د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر مولوي عطاء الله عمري او مل پلاوي سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کرنیزو او مالداري پروژو په تطبیق کې د همغږۍ رامنځته کولو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د دې ولایت له سیمهییزو چارواکو سره لیدنه کړې.
د یاد پلاوي او ځایي مسولینو تر منځ په یوه غونډه کې د کرنې وزارت او سیمهییزو ادارو ترمنځ د پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ پیاوړتیا او مالدارانو او بزګرانو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې شوې.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د عشر او زکات د راټولولو، د ځمکې مدیریت، نوي کرنې ته د دودیزې کرنې بدلون، د څارویو د نسل اصلاح او د بزګرانو او مالدارانو د هڅونې او ملاتړ په اړه خبرې کړې او له سیمه ییزو چارواکو یې غوښتي، چې په یادو برخو کې دې د کرنې ادارې کارکوونکو سره مرستې او همکارۍ وکړي.
نوموړي د نظام د پیاوړتیا، له امارت څخه د ملاتړ او د خلکو د یووالي په اړه خبرې کړې او له خلکو یې غوښتي، چې د افغانستان اسلامي امارت له نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړي.
د همغږۍ په ياده غونډه کې د سرپل امنيه قومندان سرپل ولايت کې د کرنې او مالدارۍ د پروژو د تطبيق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
سرپل د هېواد یو له شمالي ولایتونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر عاید یې له کرنې او مالدارۍ څخه ترلاسه کېږي.

