ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه کې وسله‌وال برید؛ لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

یو شمېر رسنیو د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې په داغستان کې د وسله‌والو کسانو په برید کې د ۱۵ پولیسو په ګډون یو پادري او یو امنیتي کس وژل شوي.

راپور کې راغلي، چې وسله والو په دوو ښارونو کې په دوو کلیساوو، یوې کنیسه (د یهودانو عبادت ځای) او د پولیسو پر یوه پوسته ډزې کړې دي. ویل کېږي، چې په دې بریدونو کې کلیساوې او عبادت ځایونه سوځول شوي.

د روسیې امنیتي چارواکي وايي، شپږ بریدګر وژل شوي او د دوی فعال عملیات پای ته رسېدلي دي او ویل کېږي، چې د ښار وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

ځايي چارواکي وايي، چې اړوندو خدماتي او د قانون پلي کوونکو ادارو چټک کار وکړ، خو له بده مرغه زیانونه اوښتي دي.

داغستان چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د روسیې له بې‌وزلو سیمو څخه ده.