د سعودي عربستان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې سږ کال د حج مراسمو کې ۱۳۰۱ کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د مړینې لوړ شمېر د سختې ګرمۍ څپه ښودل شوې، چې سږ کال سعودي کې تودخه تر ۵۰ درجې هم لوړه شوې ده.
د سعودي د روغتیا وزیر فهد الجلاجل د یاد هېواد رسنیو ته ۸۳ سلنه مړه شوي حاجیان ناراجستر بللي، چې له سرپناه پرته په ګرمۍ کې پلي ګرځېدلي او اوږده واټنونه یې وهلي دي.
د نوموړي په وینا؛ روغتیايي مرکزونو د نږدې نیم میلیون حاجیانو درملنه کړې او ځینې یې لا هم په روغتونونو کې بستر دي.
د سعودي عربستان د رسمي اعلان له مخې سږ کال هم د تېرو کلونو په څېر ۱.۸ میلیونه حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

