د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل عربي دارالعلوم له مسولينو او استادانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مفتي حمدالله نعماني د نورو په استازیتوب خبرې کړې او د دغه دارالعلوم د کړنو، فعاليتونو او برنامو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي دي.
مفتي حمدالله نعماني ویلي؛ د اسلامي هېواد په توګه په افغانستان کې شاګردان اړتيا لري، چې د ديني علومو ترڅنګ له عصري علومو سره هم بلدتيا ولري.
نوموړي د اسلامي امارت له مسولينو غوښتي، چې دې برخې او همداراز د ښوونې او روزنې د کیفیت ښهوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د کابل عربي دارالعلوم مسولينو او استادانو سره په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ښوونه او روزنه د يوې ټولنې د پرمختګ، اړتيا او پراختيا بنسټ او اساس بللې ده.
نوموړي ویلي، چې په مدارسو، ښوونځيو او دارالعلومو کې علما او استادان د هېواد د ماشومانو د روزنې مهمه دنده پر غاړه لري او په دې لاره کې بايد هڅه وکړي، ترڅو شاګردان په اسلامي او د وطن دوستۍ په روحيه وروزي.

