د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو استخراج او ساختماني موادو د تولید یوه کورني شرکت له رییس صفي الله سره لیدنه وکړه.
په پيل کې د دې شرکت رییس د خپلو کړنو، فعاليتونو، کاري مخينې او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه شرکت د کانونو استخراج او د ساختماني موادو تولید په برخو کې فعاليت لري او د امنيت او ثبات او د سرشاره معدني موادو د ذخيرو موجوديت او همداراز په افغانستان کې د کانونو استخراج او ساختماني موادو تولید په برخو کې د اسانتياوو او زمينې برابرېدلو له وجې غواړي هېواد کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یاد شرکت رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د ټولو فعاليتونو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره د امنیت موجوديت ځانګړی اهمیت لري او له بل لوري افغانستان د معدني موادو په برخو کې بېساري ذخاير او منابع لري، چې په دې برخه کې دغه موضوع هم ډېره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو، شرکتونو او پانګهوالو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی، ترڅو په مختلفو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او د توليدي کارخونو جوړولو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې اسلامي امارت د مختلفو شرکتونو له پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.

