ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنه: د غزې کړکیچ اوج ته رسېدلی

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل او د کړکیچ مدیریت کمیشنر یانز لنارچیچ په ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې د غزې کړکیچ لوړې کچې او اوج ته رسېدلی دی.

په دغه بیانیه کې غزې ته د بشرپاله مرستو رسول ناممکن بلل شوي او ټینګار شوی، چې ښکیل لوري دې نړیوالو حقوقي مسولیتونو ته غاړه کیږدی او د ملکیانو ساتنه دې وکړي.

دوی دغه‌راز د سمدستي اوربند، له قید او شرط پرته د بندیانو خلاصون، د بشري کارکوونکو خوندیتوب او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو اسانتیا لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

له دې خبرداریو سره سره اسرائیلي یرغلګرو پر غزه بریدونه جاري ساتلي، خوندي سیمې په نښه کوي او بې‌شمېره ملکیان شهید او ټپیانوي.

تازه غزې ښار ته څېرمه پر یوه پخواني روزنیز مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې ۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه روزنیز ځای اوس‌مهال د ملګرو ملتونو د مرستو د وېش‌ په مرکز بدل شوی و.

د یادونې وړ ده، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله شاوخوا ۸۰ فلسطینان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

دغه‌راز پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۷ زره او ۵۹۸ فلسطینیان شهیدان او ۸۶ زره او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.