بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد د غیرې مقیم سفیر ټاکلو سره هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.
د یادې خبرپاڼې لهمخې بهرنیو چارو وزارت چین کې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه کړې تر څو د نیکاراګواه له سفارت سره اړیکې ولري.
خبرپاڼه دغهراز کې اسلامي امارت له نیکاراګواه سره د اړیکو پراختیا ته هیله څرګنده کړې ده.
د نیکاراګواه چارواکو اعلان کړی، چې دغه هېواد افغانستان لپاره سفیر ټاکلی.
ټاکل شوې، چې چین کې د نیکاراګووا سفیر مایکل کمبپل له دې وروسته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.
د نیکاراګووا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګمارلو خبر تایید کړی دی.

