د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د با ثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبه، د چنګاښ درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د یو مسول حکومت په توګه له ټولو اړخونو سره د ګډو مسایلو په تړاو جامع او پایله درلودونکو خبرو ته چمتو دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د اشغال په پای ته رسېدو سره افغانستان کې ناامني له منځه تللې او د لویو پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

