ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې څه‌باندې ۷۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۶ وېش څانګو له لارې ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې، چې شمېر یې ۱۳۱ زره ته رسیږي.

تر کابل وروسته په ترتیب سره، هرات ولایت کې څه‌باندې ۶۸ زره، بلخ کې تر ۴۵ زرو زیاتې، ننګرهار کې شاوخوا ۳۴ زره او په کندوز کې تر ۳۲ زرو زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۱۸ زره نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.