افغان صنعت په تېرو شلو کلونو کې د پام وړ وده کړې او اوسمهال هېواد کې څه باندې شپږ زره تولیدي کارخونې فعالیت کوي او په سلګونه ډوله خوارکي او غیرې خوراکي توکي تولیدي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندې په موخه يې په تېرو دوو کلونو کې ۲۷ نندارتونه جوړکړي، چې شپږ یې نړیوال وو.
په دې نندارتونونو کې ۴ زره او ۵۰۰ صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړې دي.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه د کورنیو تولیدات ودې او بازار موندنې لپاره د نندارتونونو جوړول مثبت ګام ګڼي او وايي، چې له دې لارې خپل تولیدات په کور د ننه او بهر خلکو ته ورپېژندلای شي.
دغهراز افغان صنعتکارانو د جوړو شویو نندارتون له لارې په کور دننه او بهر لسګونه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د بهرنۍ پانګونې د جذب او کورنیو تولیداتو پېژندنې، صادراتو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره د نندارتونونو جوړول تر ټولو ښه لاره ده.
صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي، چې روان لمریز کال به د کورنیو تولیداتو د ودې او ترویج لپاره ۵۰ نور نندارتونه جوړ شي، چې ۱۳ به يې نړیوال وي.

