لسګونه زره اسراییلیانو تېر ماښام په تلابیب او د اسرائیلو په نورو ښارونو کې د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر ضد لاریونونه کړي.
یادو لاریون کوونکو یوځل بیا د داسې موافقې غوښتنه کړې، تر څو بندیان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شي.
یو شمېر رسنیو د دغه لاریونونو د تنظیموونکو له قوله راپور ورکړی، چې شاو خوا ۱۵۰ زره کسانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

