کیوبا د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر وړاندې د جنوبي افریقا له ثبت شوې دوسیې سره یوځای کېږي.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد پریکړه کړې ترڅو د صهیونیسي رژیم له لوري د فلسطینیانو د نسلوژنې پای ته رسولو لپاره د دغه رژیم پر وړاندې د جنوبي افریقا له دوسیې سره یو ځای شي.
جنوبي افریقا د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت د غزې تړانګه کې د نسلوژنې له امله د اسرائیلو پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ.
له دې وړاندې چیلي چې په جنوبي امریکا کې پروت هېواد دی د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د جنوبي افریقا له دوسیې سره یوځای شوی و.

