د ارمنستان هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د چنګاښ لومړۍ نېټه) اعلان کړی، چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی.
د یاد وزارت په بیانیه کې راغلي، چې ارمنستان د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د بیړني اوربند له پرېکړهلیکونو ملاتړ کوي.
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د زیربناوو ویجاړول، د بېګناه وګړو په نښه کول او د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په غزه کې د فلسطینیانو یرغمل کول هم غندلي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو اونیو کې اسپانیا، ناروې، ایرلینډ، او سلوانیا هېوادونو هم فلسطیین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

