ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوړو نړيوال پروګرام: یو میلیون بې‌ځایه شوي فلسطینیان د څښاک له اوبو او روغتیایی خدمتونو بې برخې دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د اجرایوي رییس مرستیال او عملیاتي مسول کارل اسکاوو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د غزې په جنوب کې یو میلیون بې‌ځایه شوي فلسطینیان د څښاک له اوبو او روغتیایی خدمتونو بې برخې دي.

ښاغلي سکاوو ویلي، په یاده سیمه کې خلک له یوه ستر روغتیايي ناورین سره مخ دي او د وېجاړۍ کچه هم د اندېښنې وړ ده. دغه‌راز د دې ادارې کارکوونکي د مرستو رسولو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

له بلې‌خوا د فلسطین روغتيايي سرچينو اعلان کړی، چې پر غزه د صهيونېستي رژيم د تېرې ورځې (جمعه، د غبرګولي ۲۵مه) بریدونو کې د یوې ماشومې په ګډون ٢۵ فلسطينيان شهيدان او ٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي.