د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال به هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي.
د دغه ریاست شمېرې ښیي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په کچه پر شاوخوا ۲.۱۴ میلیونه هکټاره ځمکه له کرل شویو غنمو به ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه حاصلات راټول شي، چې د تېرکال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغو معلماتو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله په ۶ سلنه زیاته ځمکه غنم کرل شوي دي.
د غنمو حاصلات د تېرو دوو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر شوي، چې عمده لامل يې په ۱۴۰۳ کال کې پر وخت اورښتونه دي.
د يادونې وړ ده، چې سېلابونو هم په يو شمېر ولايتونو کې د غنمو کروندې ويجاړې کړې او حاصلات يې له منځه وړي دي.
حال دا چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۹ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده، چې په کې هېوادوالو لپاره خوراکي توکي، دکرنیز تخم لګښتونه او د حاصلاتو د راټولولو پر مهال ضایعات شامل دي.
د يادو اړتياوو او توليداتو په پام کې نيولو سره به په ١۴٠٣ کال کې د شاوخوا دوه ميليونه متريک ټنه غنمو کمښت وي.
غنم د افغانستان د خلکو اساسي او حیاتي خواړه جوړوي، چې د نورو کرنیزو توکه په پرتله ډېر کرل کېږي.

