ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو ۲۵۰مه ورځ؛ تر دې‌مهاله له ۱۲۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

د فلسطین د دولتي رسنیو دفتر د غزې په تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو د ۲۵۰ ورځو بریدونو د قربانیانو شمېر خپور کړ.

د دغو شمېرو له مخې، په غزه کې د ۱۵ زره ۶۹۴ ماشومانو په ګډون ۳۷ زره ۲۰۲ تنه شهیدان شوي، ۸۴ زره ۹۳۲ تنه ټپیان او ۱۰ زره نور نادرکه دي.

د یادو شمېرو پر بنسټ په دې موده کې ۴۹۸ روغتیايي کارکوونکي او ۱۵۰ خبریالان هم وژل شوي دي.

په دغه بهیر کې ۷۹ زره ټنه چاودیدونکي توکي د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې په تړانګه غورځول شوي او د دغو چاودیدونکو توکو لومړنی زیان ۳۳ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.