ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لومړي ځل د “ایران‌اییر” هوایي شرکت له تهران څخه کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

د “ایران‌اییر” هوایي دولتي شرکت د لومړي ځل لپاره کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.

د یاد هوایی شرکت مسولین وایی، چې په اونۍ کې به یوه الوتنه له تهران څخه کابل ته ترسره کوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې خپلې الوتنې زیاتې کړي.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایی چلند وزارت مسولین د دې هوایي شرکت د الوتنو له پیله هرکلی کوي او وايي، چې له دې وروسته به د ټکټونو په بیه کې هم د پام وړ کموالی راشي.

د یادونې وړ ده، چې د کورنیو هوایی شرکتونو سربیره د ماهان، فلای دبی، الجزیرې، العربیه او قطر هوایی شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې دي.