ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې د یو شمېر خیریه بنسټونو له استازو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د ترکیې هیواد د یاردم خیریه بنسټ استازي محترم محمد عبید کوشکر او د گینچ افق خیریه بنسټ استازي محترم علی شینل سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی هغوی افغانستان کې د امنیت په تامین او د ښو اقتصادي فرصتونو په برابرېدو خوښي څرګنده کړې.

دغه‌راز په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دې بنسټونو له لوري په افغانستان کې مهاجرینو، زلزله ځپلو او د وروستیو سېلابونو زیانمنو شویو ته مرستندویه بستې وېشل شوې دي.

د یادو خیریه بنسټونو استازو له افغانانو سره د ترکیې د ملت او دولت د مرستو د ادامې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د لوی اختر په ورځو کې به د یادو خیریه بنسټونو له لوري مستحقینو ته قرباني هم ووېشل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د ترکیې دولت او خلکو د بشر دوستانه مرستو قدرداني کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې افغانستان او ترکیه په دیني، تاریخي او کلتوري برخو کې د زیاتو مشترکاتو په لرلو سره د دوو وروڼو هېوادونو په توګه تل ښې او حسنه اړیکې لرلې دي.

ښاغلي حنفي د ترکیې هیواد د خیریه بنسټونو د فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې هغوی ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.